پاكستان افغانستان كښې امن او روغې جوړې هلو ځلو كښې مرستې له امريكې سره په ګډه كار كولو ته چمتو دے

اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي)د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي وئېلي دي د مېك ماسټر د پاكستان راتږ سره دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو او په سيمه كښې امن او استحكام ته د ودې وركولو په غرض د ګتورو رابطو موقع رامخې ته كړې ٬پاكستان افغانستان كښې امن او مصالحتي هڅو كښې مرستې له امريكې سره په ګډه كار كولو ته چمتو دے۔ده دا خبرې …

اسلام آباد 18 اپرېل (اے پي پي)د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي وئېلي دي د مېك ماسټر د پاكستان راتږ سره دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو او په سيمه كښې امن او استحكام ته د ودې وركولو په غرض د ګتورو رابطو موقع رامخې ته كړې ٬پاكستان افغانستان كښې امن او مصالحتي هڅو كښې مرستې له امريكې سره په ګډه كار كولو ته چمتو دے۔ده دا خبرې د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكې استازي مس لورلملر سره په خپلو خبرو كښې وكړی چا چې د نهې پھ ورځ ده سره خارجه دفتر كښې ملاقات كولو۔د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه سېكترې تخمينه جنجوعه او د خارجه وزارت چارواكو د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي معاونت كولو۔طارق فاطمي ووئيل د امريكې د سلامتيا صلاحكار ميك ماسټر پاكستان دورې سره د دواړو هېوادونو ترمينځه دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو د عزم پخلے له موقع وركړی۔ده ووئيل ستراتېژېكي خبرو اترو د پاكستان او امريكې ترمينځه په شريكه ګټه اډانه مرستې ته وده وركولو له مهم كردار ترسره كړی۔ده په هېواد كښې د امنيتي وضعې ښه والې او اقتصادي پرمختګ ترلاسه كولو په غرض حكومتي اقدامات او پالېسۍ رامخې ته كړی۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ مخ نيوي عملياتو نتيجې ترلاسه شوي۔ده په افغانستان كښې د امنيت په ناوړه وضعه د پاكستان د تحفظاتو ذكر كولو سره ووئيل پاكستان په افغانستان كښې د امن او استحكام هلو ځلو له د امريكې سره په ګډه كار كولو ته چمتو دے

مزید خبریں