بايد د داروګانو بيعه وګړي په وس كښې وي٬ هېواد كښې د جوړېدونكو داروګانو د روغتيا نړيوالې ادارې څخه تصديق لپاره بائد ليبارټري زر تر زره فعاله كړې

پینډۍ 18 اپریل (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن سپارښتنه كړې بايد د داروګانو بيعه د عام وګړي په وس كښې وي دغسې چې كم آمدن لرونكې وګړي هم په اطمينان خپله درملنه وكړې شي۔اولس مشر دا خبره د روغتيا وفاقي سېكتر محمد ايوب شېخ سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ ايوان صدر كښې ده سره ليدلي وو۔اولس مشر ووئيل په هېواد كښې جوړېدونكو داروګانو …

پینډۍ 18 اپریل (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن سپارښتنه كړې بايد د داروګانو بيعه د عام وګړي په وس كښې وي دغسې چې كم آمدن لرونكې وګړي هم په اطمينان خپله درملنه وكړې شي۔اولس مشر دا خبره د روغتيا وفاقي سېكتر محمد ايوب شېخ سره خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ ايوان صدر كښې ده سره ليدلي وو۔اولس مشر ووئيل په هېواد كښې جوړېدونكو داروګانو د روغتيا نړيوالې ادارې څخه تصديق لپاره دې ليبارټري زر تر زره فعاله كړې شي دغسې چې د پاكستانو داروګانو برآمدات زيات شي۔ده ووئيل د نړۍ زياتره هېوادونه پاكستان څخه داروګانو اخستو له خوښي لري۔د روغتيا نړآوالې ادارې تصديق نه كېدو په وجه برآمدات نه زياتېږي۔اولس مشر اسلام آباد او په لاهور كښې د روغتيا نړيوال معيار له مخې د داروګانو ټېسټ كولو لېبارټرۍ جوړولو په اړه د روغتيا څانګې هڅو ستائلو سره وئېلي دي بايد دا لېبارټرانې زر تر زره بشپړه كړې شي۔اولس مشر د هېپاټائټس سي داروګانو په پاكستان كښې جوړولو او په ارزانه بيعه وركولو د خوشحالۍ څرګندونې سره ووئيل دغسې نور ضروري داروګانو جوړولو ته دې هم پام لرنه وكړ ې شي۔په دې موقع وفاقي سېكتر محمد ايوب شېخ د داروګانو بيعو په اړه د روغتيا څانګې پالېسۍ څخه اولس مشر خبر كړو۔ده ووئيل ډبليو اېچ او د معيار له مخې اسلام آباد او كراچۍ كښې د لېبارټرو جوړولو لپاره كار كوي او په يو څو مياشتو كښې به پاكستان كښې د داروګانو د تصديق آسانۍ باوري شي

مزید خبریں