د انفارمېشن ټېكنالوجې په څانګه كښې پاكستان ته د تېرو دريو كلونو په مهال څلور ځله نړيوال ايوارډ وركړے شوے

اسلام آباد 12 اپرېل (اے پي پي) د انفارمېشن ټېكنالوجې دوهمې وزير انوشه رحمان وئيلي دي چې د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرې كښې د آئي ټي وزارت د انفارمېشن ټېكنالوجې په څانګه كښې انقلاب راوستې او ټوله نړۍ د دې ستائنه كوي۔ د پېنډې چمبر تر سيوري لاندې يوې دستورې ته په خپله وېنا كښې دوهمې وزيرې انوشه رحمان ووئيل چې د انفارمېشن ټېكنالوجې په څانګه كښې پاكستان …

اسلام آباد 12 اپرېل (اے پي پي) د انفارمېشن ټېكنالوجې دوهمې وزير انوشه رحمان وئيلي دي چې د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرې كښې د آئي ټي وزارت د انفارمېشن ټېكنالوجې په څانګه كښې انقلاب راوستې او ټوله نړۍ د دې ستائنه كوي۔ د پېنډې چمبر تر سيوري لاندې يوې دستورې ته په خپله وېنا كښې دوهمې وزيرې انوشه رحمان ووئيل چې د انفارمېشن ټېكنالوجې په څانګه كښې پاكستان ته د تېرو دريو كلونو په مهال څلور ځله نړيوال ايوارډ وركړے شوے۔ هغې ووئيل چې وړومبې ايوارډ په كال 2014م كښې د تهري جي او فورجي په سپېځلې نېلامې ترلاسه شوے٬ په كال 2015م كښې د ټيلي كام په پالېسې د جي اېس اېم اے ايوارډ ترلاسه شوے۔ هغې ووئيل چې نن زمونږ د براډبېنډ شرح د 72 فيصد نه زياته شوې كومه چې درې كاله وړاندې د دريو فيصدو نه هم كمه وه۔ دوهمې وزيرې ووئيل چې په اسلام آباد كښې په 45 اېكړه زمكه وړومبې آئي ټي پارك جوړولې شي٬ په كراچې او لاهور كښې به هم داسې پاركونه جوړولې شي۔

مزید خبریں