پاكستان به د مسلك په بنياد يا د كوم هېواد په ضد د كوم اتحاد برخه نه جوړېږي

اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي پاكستان به د مسلك په بنياد يا د كوم هېواد په ضد د كوم اتحاد برخه نه جوړېږي٬پاكستان د يوې فرقې٬فقې يا مذهب هېواد نه دے٬په دې لړ كښې به د ايران اندېښنې لرې كوو٬د ايران او سعودي يا د نورو اسلامي هېوادونو ترمينځه د اختلافاتو خاتمې لپاره د مينځه ګړي كردار ترسره كولو ته …

اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي پاكستان به د مسلك په بنياد يا د كوم هېواد په ضد د كوم اتحاد برخه نه جوړېږي٬پاكستان د يوې فرقې٬فقې يا مذهب هېواد نه دے٬په دې لړ كښې به د ايران اندېښنې لرې كوو٬د ايران او سعودي يا د نورو اسلامي هېوادونو ترمينځه د اختلافاتو خاتمې لپاره د مينځه ګړي كردار ترسره كولو ته چمتو يو٬جنرال(ر)راحيل شريف ته په سعودي كښې د اسلامي پوځي اتحاد مشرۍ لپاره نه كومه اېن او سي وركړې شوې او نه هغه رجوع كړې٬هيله ده د مئي په مياشت كښې به د ملائېشيا نه واخله تر مراكش د اتحاد غړو 41 هېوادونو د دفاع وزيرانو غونډه وشي٬ چې پكښې به د اتحاد خدوخال او د ټي او آرز پريكړه وشي۔د سعودي خپلواكۍ او د حرمين الشريفين تحفظ لپاره چې د پاكستان څه هم كېږي كوو به ۔د نهې پھ ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سناتور فرحت الله بابر او د سناتور محسن عزيز د پام راګرځونې نوټس په ځواب كښې د دفاع وزير خواجه محمد آصف سېنېټ ته ووئيل پاكستان د كوم داسې اتحاد برخه نه جوړېږي كوم چې د اسلامي هېواد په ضد وي٬د يمن بحران په موقع پارلمان چې كومه لارښونه كړې وه مونږ د هغې پابند يو۔ده ووئيل كه مونږ په دې اتحاد كښې برخه اخلو نو دا به يوازې د ترهه ګرۍ په ضد وي٬د كوم هېواد په ضد به نه وي٬ ده ةووئېل نه يوازې يمن بلكې كه د كوم بل هېواد په ضد د دې اتحاد عزائم وي نو پاكستان به يې برخه نه جوړېږي٬مونږ ګڼو چې دا اتحاد د كوم هېواد په ضد نه دے ځكه يې مونږ برخه جوړېږو۔ده ووئيل پاكستان نن هم د ايران او سعودي ترمينځه يا د كومو نورو اسلامي هېوادونو ترمينځه د شخړو هواري لپاره د مينځه ګړي كردار ترسره كولو ته چمتو دے۔ دفاع وزير ووئېل پاكستان يوازنې اسلامي اتومي طاقت دے او د شمېر په لحاظ هم تر ټولو زيات دے ۔ده ووئيل سعودي لپاره زمونږ مرسته تاريخي ده ځكه جې مونږ هغوي سره د 1982 نه يوه لوظ نامه لرو ٬ ده ووئېل لس 12 كاله وړاندې هم هوائي پوځ او سمندري پوځ هلته مېشته ؤه او دا لوظ نامه اوس هم شته او دا د سعودي حفاظت لپاره ده د كوم بل هېواد په ضد نه ده۔ ده ووئېل د سعودي يو والي يا د حرمين الشريفين سلامتيا لپاره زمونږ مرسته پرون هم وه او په راتلونكې كښې به هم وي۔ده ووئيل د دفاع وزارت ته د رولز له مخې رېټائرډ افسر له اېن او سي لپاره رجوع كول وي۔لېفتيننټ جنرال (ر)احمد شجاع پاشا هم په عرب اماراتو كښې وظيفه ترسره كړی۔جنرال(ر)راحيل شريف ته د اېن او سي وركولو پوښتنه به هغه وخت راپورته كېږي كله چې هغه دې لپاره رجوع وكړي۔ده ووئيل سعودي او يو خط پاكستان ته ليكلې و د كوم په ځواب كښې چې د پاكستان لخوا وئېلي شوي د دفاع وزارت به د رولز له مخې په دې لړ كښې پريكړه كوي۔ده ووئيل پخواني جنرال راحيل شريف اېن او سي لپاره كوم درخواست نه دې وركړې۔خواجه آصف ووئيل ايران زمونږ ورور ګاونډي هېواد دے او مونږ ورسره د پیړو راهسې پخوانۍ اړيكې لرو٬مونږ به د كوم مسلك يا فرقې په بنياد د كوم اتحاد برخه نه جوړېږو٬ خواجه اصف ووئېل مونږ به د ايران اندېښنې لرې كړو۔ده ووئيل مونږ ايران سره روابط لرو٬خارجه صلاحكار هم د ايران دوره كړې۔د آئي سي او د مشرانو غونډې په كاميابۍ كښې د ايران ډېر لاس دے٬د ايران اولس مشر لويې پلاوي سره په دې كښې ګډون كړې وو۔پاكستان او ايران نزدې اړيكې لري٬مونږ هم دوي لپاره د خېرسګالۍ جذبات لرو۔ده ووئيل نن مسلمانان د خپل اختلافاتو ډېر لويې زيان پورته كوې٬د عراق او سوريې آلات زمونږ په وړاندې دي٬فرقو دوي تباهۍ ته رسولې ٬ ده ووئېل په دې كښې د ټولو نه لويې لاس د امريكې د مداخلې دے بايد مسلمانان پھ دې پوهه شي چې د تباهۍ منصوبه لوېديزو جوړه كړې٬ خواجه اصف ووئېل مونږ شيعه او سني او د نورو مسلكونو خلق د پیړو نه يوځاې وسېږو٬وړاندې خو كله هم داسې نه دي شوې۔ده ووئيل ټولې معاملې به د پارلمان ته راوړلې شي

مزید خبریں