اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي ټولنه د انتهاخوښۍ او د انشتار څخه خلاصولو لپاره علمي او ادبي چارې زياتول ډېر اهميت لري۔ده دا خبرې د وزيراعظم د قامي٬تاريخ او ادبي ورثې صلاحكار عرفان صديقي سره د خبرو په مهال وكړې چا چې د نهې پھ ورځ ايوان صدر كښې ده سره ملاقات كولو۔عرفان صديقي اولس مشر د خپل ډويژن له مخې د چلېدونكو …
ټولنه د انتهاخوښۍ او د اړي ګړي څخه خلاصولو لپاره علمي او ادبي چارې زياتول ډېر اهميت لري
اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي ټولنه د انتهاخوښۍ او د انشتار څخه خلاصولو لپاره علمي او ادبي چارې زياتول ډېر اهميت لري۔ده دا خبرې د وزيراعظم د قامي٬تاريخ او ادبي ورثې صلاحكار عرفان صديقي سره د خبرو په مهال وكړې چا چې د نهې پھ ورځ ايوان صدر كښې ده سره ملاقات كولو۔عرفان صديقي اولس مشر د خپل ډويژن له مخې د چلېدونكو ادارو د كاركردګۍ او روانو پروژو څخه خبر كړو۔اولس مشر د وزيراعظم د صلاحكار كاركردګي وستائېله او وې وئېل د علمي او ادبي ادارو استعداد له مخې يو ځل بيا فعاله كېدل د ستائنې وړ دي۔ده ووئيل بايد د كتاب كلتور عام كولو لپاره په منظم ډول هڅې وكړې شي۔عرفان صديقي اولس مشر ته په اسلام آباد كښې د نېشنل بك فاؤنډېشن له مخې د كتابونو د اتمې ميلې د پرانستې بلنه وركړه۔دا ميله به د اپرېل د 22مې نېټې نه د اپرېل تر 24مې نېټې په پاك چين پرنټ شپ سنټر كښې كېږي۔











