اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د هوابازې سلاكار سردار مهتاب احمد خان د اسلام آباد د نوې هوائي اډې دوره وكړه۔ په دې موقع د سول اېوي اېشن ډائرېكټر جنرل ائير مارشل ﴿ر﴾ عاصم سليمان ده ته د اسلام آباد د نوې هوائي اډې په اړه بريفنګ وركړو۔ په دې موقع د وزيراعظم سلاكار سره د هوابازې سېكتر عرفان الٰهي هم و۔ د وزيراعظم سلاكار په …
د وزيراعظم د هوابازې سلاكار سردار مهتاب احمد خان د اسلام آباد د نوې هوائي اډې دوره وكړه
اسلام آباد 09 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم د هوابازې سلاكار سردار مهتاب احمد خان د اسلام آباد د نوې هوائي اډې دوره وكړه۔ په دې موقع د سول اېوي اېشن ډائرېكټر جنرل ائير مارشل ﴿ر﴾ عاصم سليمان ده ته د اسلام آباد د نوې هوائي اډې په اړه بريفنګ وركړو۔ په دې موقع د وزيراعظم سلاكار سره د هوابازې سېكتر عرفان الٰهي هم و۔ د وزيراعظم سلاكار په دې د اطمينان څرګندونه وكړه چې د اسلام آباد نوې هوائي اډه به د نوي نړيواله معيار له مخې د هېواد وړومبې هوائي اډه وي۔ ده هدايت وكړو چې د هېواد نوې هوائي اډې دې هم نوې كړې شي او نوې ټېكنالوجي او الات دې وركړل شي۔ د وزيراعظم سلاكار د هوائي اډې د بېلا بېلو برخو او څانګو دوره وكړه او د كار په رفتار ئې د اطمينان څرګندونه وكړه۔











