اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعاتو ٬ خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزير مريم اورنګزېب وئيلي دي چې په پاکستان كښې خلق په سياست كښې د هېواد او اولس خدمت لپاره راځي د عمران خان پشان روپۍ ګټلو له نه ٬ د عمران خان سياست يوازې روپۍ ګټل ٬ د دروغو تورونه لګول٬ اړې ګړې خپرول او فساد كول دي٬ عمران خان دې په پانامه پېپرز سياست …
په پاکستان كښې خلق په سياست كښې د هېواد او اولس خدمت لپاره راځي
اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي) د اطلاعاتو ٬ خپرونو او قامي ورثې دوهمې وزير مريم اورنګزېب وئيلي دي چې په پاکستان كښې خلق په سياست كښې د هېواد او اولس خدمت لپاره راځي د عمران خان پشان روپۍ ګټلو له نه ٬ د عمران خان سياست يوازې روپۍ ګټل ٬ د دروغو تورونه لګول٬ اړې ګړې خپرول او فساد كول دي٬ عمران خان دې په پانامه پېپرز سياست كول پرېږدي او خپل پام دې د خېبرپښتونخوا د اولس په پلو وګرځوي٬ عمران خان دې د نېب فكر پرېږدي او په خېبر پښتونخوا كښې د احتساب كمېسون بند دفتر پرانيځي او ھغه دې مضبوط كړي۔ د جمعې په ورځ خپل يو بيان كښې دوهمې وزيرې ووئيل چې عمران خان په اردو كښې په دروغو وئيلو ستړې شو اوس ھغه په انګرېزۍ كښې دروغ وئيل پېل كړي٬ د ھغه عقل ضرور ديواليه شوې ولې چې ھغه د هېواد د ديواليه كېدو خبرې كوي۔ مریم اورنګزېب ووئيل چې د عمران خان منفی سیاست ويجاړېږي ولې چې ھغه د وخت نه هېڅ زده كړه ونه كړه۔ دې ووئيل چې عمران خان دې په پانامه پېپرز سياست كول پرېږدي او خپل پام دې د خېبرپښتونخوا د اولس په پلو وګرځوي٬ عمران خان دې د نېب فكر پرېږدي او په خېبر پښتونخوا كښې دې د احتساب كمېسون بند دفتر پرانيځي او ھغه دې مضبوط كړي۔ مريم اورنګزېب ووئيل عمران خان سم وئيلي دي چې زه خو سياست مدار نه يم ٬ ھغه او پاكستان لپاره بهتره ده چې ھغه برتانيې ته لاړ شي ولې چې د ھغه د نااهلۍ او منفي سياست په سبب به ھغه ته په كال 2018م كښې برتانيې ته تلل وي











