اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي) د قامي سلامتيا سلاحكار ناصر خان جنجوعه وئيلي دي پاکستان د نړۍ امن لپاره د وړومبي صف هېواد په توګه كردار ترسره كوي٬ پاكستان د تېرو څلور لسيزو راهسې قربانۍ وركوي٬ پاك افغان پوله ډېره پېچلې ده٬ افغانستان په پوله بائيو مېټرك نظام ويچاړ كړې٬ راحيل شريف به د اسلامي پوځي اتحاد ذمه وارۍ پغاړه واخلي نو د ايران تحفظات به لرې كړې …
پاکستان د نړۍ امن لپاره د وړومبي صف هېواد په توګه كردار ترسره كوي
اسلام آباد 07 اپرېل (اے پي پي) د قامي سلامتيا سلاحكار ناصر خان جنجوعه وئيلي دي پاکستان د نړۍ امن لپاره د وړومبي صف هېواد په توګه كردار ترسره كوي٬ پاكستان د تېرو څلور لسيزو راهسې قربانۍ وركوي٬ پاك افغان پوله ډېره پېچلې ده٬ افغانستان په پوله بائيو مېټرك نظام ويچاړ كړې٬ راحيل شريف به د اسلامي پوځي اتحاد ذمه وارۍ پغاړه واخلي نو د ايران تحفظات به لرې كړې شي٬ پاكستان په سي پېك كښې د هند شاملولو هم وړاندېز كړے دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده لېډرز ان اسلام آباد بزنس سمټ ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل مونږ له نړۍ پوهول پكار دي چې پاكستان يو ښكلے هېواد دے د كوم اولس چې ډېر صلاحيت لري او جغرافيه ئې هم ډېر اهميت لري او د سي پېك له امله به د دې اهميت نور هم زيات شي ۔ ده ووئيل بلوچستان كښې تجارتي او معاشي هلو ځلو زياتولو له په موثر ډول كار روان دے دغسې چې ځائي وګړي هم قامي چوكاټ كښې شامل كړې شي۔ده ووئيل راحيل شريف به د اسلامي پوځي اتحاد ذمه وارۍ پغاړه واخلي











