اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي د اقتصادي لارې پروژه د سيمه ايز تجارت ودې او د منطقې اولس يو بل ته نزدې كولو لپاره مهمه ده٬د چينائي اولس مشر پھ بلنه په بېلټ اينډ روډ فورم كښې ګډون كولو لپاره راتلونكې مياشت د چين تږ ته سترګې په لار يم ٬د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې پھ كال 2015م كښې د چينائي اولس مشر …
د اقتصادي لارې پروژه د سيمه ايز تجارت ودې او د منطقې اولس يو بل ته نزدې كولو لپاره مهمه ده٬
اسلام آباد 06 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي د اقتصادي لارې پروژه د سيمه ايز تجارت ودې او د منطقې اولس يو بل ته نزدې كولو لپاره مهمه ده٬د چينائي اولس مشر پھ بلنه په بېلټ اينډ روډ فورم كښې ګډون كولو لپاره راتلونكې مياشت د چين تږ ته سترګې په لار يم ٬د دواړو هېوادونو ترمينځه اړيكې پھ كال 2015م كښې د چينائي اولس مشر شي جن پنګ لخوا د پاكستان دورې په مهال د مرستې په بنياد د تزويراتي شراكتدارۍ لوړې كچې ته رسېدلې ۔ده دا خبرې د چين د اولسي سياسي مشاورتي كنفرنس د قامي كمېټۍ چيئرمېن يو زينګ شينګ سره وكړې چا چې دخپل پلاوي سره د زيارت په ورځ وزيراعظم سره ليدلې۔وزيراعظم د كمېتۍ چيئرمېن او د پلاوي تود هركلے كولو سره ووئيل دا دوره به د پاكستان او چين د پارلمانونو ترمينځه اداره جاتي روابط جوړ كړي۔ده ووئيل د دواړو پارلمانونو ترمينځه د نزدې مرستې په نتيجه كښې به د پاكستان او چين د ملګرتيا اړيكې لا قوي شي۔وزيراعظم د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان په سفارتي ملاتړ او مرسته د چين ستائنه وكړه۔وزيراعظم ووئيل زه د چينائي اولس مشر په بلنه په كال 2017م كښې د چين تږ ته په طمعه يم۔ده ووئيل بېلټ اينډ روډ فورم به د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې كولو موقعې رامخې ته كړي۔نواز شريف ووئيل د پاكستان او چين اقتصادي لار او دې سره تړلې پروژې د دواړو هېوادونو د اولس د سوچ او د سيمه ايزو رابطو د عزم علامتونه دي۔ده ووئيل دا پروژه د سيمه ايز تجارت ودې سره سره د منطقې اولس يو بل ته د نزدې كولو ډېر صلاحيت لري٬زمونږ د منطقې د كروړونو په شمېر اولس به د دې پروژې څخه استفاده وكړي۔ د چينائي كمېټۍ چيئرمېن په تود هركلي كولو د وزيراعظم مننه وكړه او وې وئېل د پارلمانونو ترمينځه د تبادلو په نتيجه كښې به د دواړو هېوادونو د ورورورلۍ اړيكې لا قوي شي۔په پلاوي كښې د سي پي سي سي قامي كمېټۍ وائس چيئرمېن لين وين ژي٬د سي پي پي سي سي قامي كمېټۍ عمومي سېكتر او وائس چيئرمېن ژانګ چينګ لي٬د قائمه كمېټۍ غړی او د تجاويز كمېټۍ چيئرمېن سنګان٬ د قائمه كمېټۍ غړې او د تاريخي اعداد شمار كمېټۍ چيئرمېن تائي هوا٬پاكستان كښې د چين سفير سن وائي ډونګ او خارجه چارو وزارت نائب وزير ليو زين من شامل وو۔د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني٬سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر راجه ظفرالحق٬د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز٬سناتور سليم اېچ مانډوي واله٬د وزيراعظم سېكتر فواد حسن فواد او نورو سينئر چارواكې هم ملاقات كښې موجود وو











