برازيل كښې د كورونا وائرس د لاسه د مړو شمېره 4 لكه 50 زره نه زياته شوه

ریوډی جنیرو۔25مئی(اے پی پی) د لاطینی امریکې په برازيل هېواد كښې د كورونا وائرس د لاسه د مړو شمېره 4 لکه 50 زره او د ځپلو يو كروړه 61 لکه21 زره نه زياته شوې ۔ د نهې په ورځ د امريكې د ابلاغ ذريعو له مخې برازيل كښې د دې وائرس د نوو كېسونو رامخې ته كېدو نه وروستو د ځپلو مجموعي شمېره 16121136 ته رسېدلې ۔د برازيل د روغتيا وزارت شمېرو له مخې ګرد هېود كښې د دې رنځ نه په مجموعي توګه 14552024رنځوران ښه شوي۔ برازیل د کورونا وائرس رنځورانو شمېرو په اعتبار سره د نړۍ درېم او د زياتو مرګونو په اعتبار سره دويم زيات ځپلے هېواد دے۔ برازيل كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال د دې وائرس د لاسه نور 790 كسان مړه شول او په دې مهال د 37498 نورو وګرو د كورونا ټېسټ مثبت راغلے۔ د يو تحقيقي رپورټ له مخې د روس سپوتنګ وي كووډ – 19 وېكسين برازيل كښې د كورونا وائرس ځائي قسم ختمولو كښې فعاله كردار ترسره كوي