فلپائن٬ د امينتي ځواكونو په كاروائيو كښې 5 ياغيان مړه٬ يو عسكر ژوبل

منيلا 25 مئي (اے پي پي) فلپائن كښې د امنيتي ځواكونو په كاروائيو كښې 5 ياغيان مړه او يو عسكر ژوبل شوے ۔ د چين خبري اژانس له مخئ د پوځ وياند ميډيا ته ووئيل پوځ د نهې په ورځ په هوبل ولايت كښې د يوې نښتې په مهال پنځه شمكن ياغيان وژلي۔ راپور له مخې تر يو ساعت د جاري نښتې نه پس په لويه كچه وسله او ګوله بارود برآمد كړې شوي ۔ د ياودنې وړ ده د فلپائن اولس مشر په كال 2016 كښې د اقتدار تر لاسه كولو نه پس د اړي ګړي خاتمې لپاره نيو پيپلز آرمي ګروپسره خبرې پېل كړې وې خو دغه خبرې ناكامه شوې وې۔