بیجنګ 25 مئي (اے پي پي) چین كښې د كبانو نيونكو بيړۍ پچه كيدو په نتيجه كښې 5 كسان مړه شوي۔ ځائي چارواكو د نهي په ورځ ووئيل د شمالي ختيزې صوبې هیلونګ جیانګ په يو درياب كښې د كبانو نيونكو بيړۍ چپه شوې چې په نتيجه كښې ئې 5 كسان مړه شوي دغسې څلور كسان بې دركه دي۔ بيړۍ د سيلۍ له امله پيښې سره مخ شوې٬ په بيړۍ كښې 11 كسان ناست وؤ۔ پېښه كښې 5 كسان مړه او څلور بې دركه شوي۔ د هيلونګ جيانګ ورك سیفټي کمېشن له مخي 2 كسان بچ كړې شوي دغسې د بې دركه كسانو لټون روان دے