واشنګټن 24 مئي (اے پي پي) د امريکې خارجه وزير اينټوني بلنکن وئيلي دي چې تر اوسه دا واضح نه ده چې ايران 2015 څخه په نړيواله اتومي لوظنامه بيا عملدرآمد لپاره ضروري اقدامات له چمتو دے يا نه۔ ده د اتومي لوظنامې بچ كولو لپاره تېره ورځ په ويانا كښې د مذاكراتو 5م دور نه وړاندې د امريكې ايران په ضد د ځينې بنديزونو پورته كولو اتفاق پحقله د اطلاعاتو پحقله د امريكې والټ ډزني ادارې ټېلي ويژن براډ كسټ نېټ ورك سره خپلو خبرو كښې كړې۔ ده ووئيل چې مونږ په دې پوهېږو چې كه د ايران اقدامات اتومي لوظنامې سره موافقت نه لري نو مونږ له به كوم ډول بنديزونه لرې كولو ته اړتيا وي۔ ده ووئيل زما په خيال د ټولو نه اهم خبره دا ده چې ايران پوهېږي چې ايران له په اتومي لوظنامه دوباره عملدرآمد لپاره د څه كولو ضرورت دے خو تر اوسه په دې لړ كښې دا نه دي واضح شوې چې ايران په دې لړ كښې كومه پرېكړه كولو له چمتو دے او څه پرېكړه كول غواړي د لپاره دا يو ټېسټ دے او مونږ ته تر اوسه په دې لړ كښې يو ځواب نه دې ترلاسه شوې۔