اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) د مردم شمارې ستر کمشنر آصف باجوہ په لاهور كښې په عمله د بريد غندنه كولو سره د دې عزم څرګندونه كړې چې په ټول هېواد كښې به د مردم شمارې عمل دوام ولري كوم چې به په خپله ټاكلې شوې موده كښې ترسره كولې شي۔ د شورو په ورځ په خپل بيان كښې ده په پېښه كښې د حق رسېدليو كورنيو سره …
د مردم شمارې چیف کمشنر په لاهور كښې په عمله د بريد غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 05 اپرېل (اے پي پي) د مردم شمارې ستر کمشنر آصف باجوہ په لاهور كښې په عمله د بريد غندنه كولو سره د دې عزم څرګندونه كړې چې په ټول هېواد كښې به د مردم شمارې عمل دوام ولري كوم چې به په خپله ټاكلې شوې موده كښې ترسره كولې شي۔ د شورو په ورځ په خپل بيان كښې ده په پېښه كښې د حق رسېدليو كورنيو سره د يوالي څرګندونه كولو سره ووئيل چې د دې ډول بزدلانه بريدونو څخه مونږ نه وېرېږو۔ ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښادو له د خپل رحم په پلو كښې ځائ او غم جنو كورنيو ته د زغم توفيق وركړي








