د خېبر پښتونخوا د 48 اربه روپو خسارې بجټ منظور ، پرمختيائي منصوبو لپاره 519 اربه روپۍ بېلې كړې شوې

پېښور ۔ 19 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا صوبائي كابينې مهمه غونډه كښې د مالي كال 2026-27 بجټ منظوري وركړې شوه۔ د جمعې په ورځ د وزيراعلی سهېل خان آفریدی په مشرۍ كښې د كابينې غونډه وشوه په كومه كښې چې د “خوشحال خېبرپښتونخوا”  بجټ 2026-27 منظوري وركړې شوه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې صوبائی کابینې د 48 اربه روپو په خساره د مشتمل بجټ منظوري وركړې …

پېښور ۔ 19 جون (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا صوبائي كابينې مهمه غونډه كښې د مالي كال 2026-27 بجټ منظوري وركړې شوه۔ د جمعې په ورځ د وزيراعلی سهېل خان آفریدی په مشرۍ كښې د كابينې غونډه وشوه په كومه كښې چې د “خوشحال خېبرپښتونخوا”  بجټ 2026-27 منظوري وركړې شوه۔ دا خبره دې ښكاره وي چې صوبائی کابینې د 48 اربه روپو په خساره د مشتمل بجټ منظوري وركړې ده او د بجټ مجموعي حجم 1.52 ټریلین روپۍ مقرر كړے شوے دے۔ د بجټ دستاوېزات له مخې راروان مالي كال لپاره 902 پرمختيائي منصوبې شاملې كړې شوي دي۔ كابينې په ټېكس نظام كښې د ردوبدل هم منظوري وركړې ده۔ كلن پرمختيائي پروګرام (اے ډی پی) له د 519 اربه 10 کروړه 39 لکه 10 زره روپو ٬بندوبستی ضلعو له د 427 اربه 18 کروړ 27 لکه او قبائلي ضلعو له 39 اربه 63 کروړه 72 لکه روپو بېلولو تجويز دے۔ ضم شوو ضلعو له د 52 اربه 28 کروړه 40 لکه روپو اېښودلو سپارښتنه شوې ده۔ په كلن پرمختيائي پروګرام كښې په مجموعي توګه 2 زره 765 پرمختيائي منصوبې شاملې دي۔ ابتدائی او ثانوی تعليم لپاره 7 اربه 25 کروړه او لوبو او سياحت ته وده وركولو له 6 ارب 63 كروړه روپۍ بېلې كړې شوي دي۔ د بجټ دستاوېزات له مخې د بلدياتو څانګې له د 5 اربه 57 کروړه روبو او د كركيلې څانګې له د 5 اربه 23 کروړه روپو بېلولو تجويز دے۔