پېښور ۔ 19 جون (اے پی پی) خېبر پښتونخوا حكومت د مالي كال 2026-27 بجټ وړاندے كړو۔ د بجټ دستاوېزات له مخې راروان مالي كال لپاره د بجټ مجموعي حجم 2170 اربه روپۍ مقرر كړے شوے دے په كوم كښې چې پرمختيائي منصوبو ، سماجي خېر ښېګړې ، صحت، تعلیم او امن او امان لپاره د زيات رقم بېلولو تجويز وركړے شوے دے۔ كلن پرمختيائي پروګرام لپاره د 524 اربه …
خېبر پښتونخوا حكومت”خوشحال خېبر پښتونخوا“بجټ 2026-27 وړاندې كړو ٬ د بجټ مجموعي حجم د 48 اربه روپو په شمول 2170 ارب روپۍ مقرر

مزید خبریں
پېښور ۔ 19 جون (اے پی پی) خېبر پښتونخوا حكومت د مالي كال 2026-27 بجټ وړاندے كړو۔ د بجټ دستاوېزات له مخې راروان مالي كال لپاره د بجټ مجموعي حجم 2170 اربه روپۍ مقرر كړے شوے دے په كوم كښې چې پرمختيائي منصوبو ، سماجي خېر ښېګړې ، صحت، تعلیم او امن او امان لپاره د زيات رقم بېلولو تجويز وركړے شوے دے۔ كلن پرمختيائي پروګرام لپاره د 524 اربه او روانو خرڅونو لپاره د يو زر 645 اربه روپو بېلولو تجويز دے۔ په بجټ كښې ضم شوو قبائلي ضلعو لپاره 35 ارب روپۍ اېښودلې شوي دي او په مجموعي توګه د بجټ خسارې 48 اربه روپو پاتې كېدو تخمينه لګولې شوې ده۔ حكومت به دا خساره خپل بچت څخه پوره كوي او دې لپاره به كومه قرضه نه اخلي۔ صوبائی حکومت د سركاري ملازمينو په تنخاګانو او پنشن كښې د 7 فيصد اضافې تجويز هم شامل كړے دے۔ دغسې د مياشتې لږ تر لږ اجرت كښې اضافه كولو سره ددې تر 45 زره روپو رسولو تجويز وركړے شوے دے۔ دې سره سره د اېډهاک ریلیف2022او2025 په بنيادي تنخا كښې د ضم كولو په شمول كنونس الاؤنس كښې د 50 فيصد اضافې كولو تجويز دے۔ بجټ كښې د امن او مان څانګې له د 191 اربه روپو ٬ ګډ ګورننس روډ مېپ لپاره د 200 ملین روپو ٬ احساس مستحق پروګرام لپاره د 15 ارب روپو ٬ صحت كارډ لپاره د د 50 اربه روپو ٬ اېم ټی آئیز روغتونونو له د 80 اربه روپو ٬ پېښور كښې بحالي پروګرام لپاره د 36 اربه روپو ، پشاور بي آر ټي لپاره د 7.5 اربه روپو او خوشحال هزاره پروګرام لپاره د 4 اربه روپو اېښودلو تجويز دے۔ د اقلیتی ورورولۍ خود كفالت له د 51 ملین روپو ٬ احساس کسان پروګرام له د 2 اربه روپو ، بهر هېوادونو كښې روزګار كښې خوښي لرونكو له د سود نه پاكې 2 اربه روپو ٬ الېکټرک بائیکس او رکشه منصوبې له د 2 نيم اربه روپو صوبه كښې د انفراسټركچر پرمختګ له د سړكونو په څانګه كښې د 52.9 اربه روپو بېلولو تجويز دے۔ زرعي اصلاحات او د مېرمنو معاشي ترقۍ له د 100 ملين روپو اېښودلو تجويز دے۔ دغسې د څښلو پاكو اوبو منصوبو له د 12.712اربه روپو ٬ د ماحولياتو په اثراتو قابو موندلو او ګرين انرجي ته وده وركولو له د 98.99 ملین روپو تجويز دے۔ د روغتيا څانګې له په مجموعي توګه 334 اربه ٬ تعليم لپاره 468 اربه ٬ د بلديات څانګې له 90 اربه ، داخله لپاره 29 اربه ٬ ټرانسپورټ لپاره د 14 اربه روپو اېښودلو تجويز دے۔ دغسې بجټ دستاوېزات كښې زراعت لپاره د 29 اربه ٬ د توان څانكې له د 42 اربعه او زکوٰۃ فنډ لپاره د 28 اربه روپو بېلولو تجويز شامل دے۔







