افغانستان كښې د نښتو په نتيجه كښې پنځه پوليس او 7 عسكريت خوښي مړه شول

كابل 21مئی(اے پی پی)په افغانستان كښې د پوليس اهلكارو او عسكريت خوښو ترمينځه د نښتو په نتيجه كښې پنځه پوليس اهلكار او اووه عسكريت خوښي مړه شوي۔د چين خبري اژانس ادارې له مخې د صوبائي كونسل مشر محمد زمان همدرد د جمعې په ورځ مېډيا سره په خبرو كښې ووئيل په سوئېلي زابل صوبه كښې د پوليس په سټېشن عسكريت خوښو بريد وكړو او د دې نه پس اهلكارو او عسكريت خوښو ترمينځه سختې نښتې پېل شوې۔ده ووئيل د پوليس اهكلارو او عسكريت خوښو ترمينځه د نښتو په نتيجه كښې 5 پوليس اهلكار او 7 عسكريت خوښي مړه شوي۔ده ووئيل د تشدد د پیښې نه پس پوليس سيمه په ولقه كښې اخستو سره سرچ عمليات پېل كړي