تهران 13 مئي (اے پي پي) د اېران صدر حسن روحاني د افغانستان صدر اشرف غني سره په ټيليفون خبرې كړې دي. د خبر له مخې د اېران صدر د ټيليفوني خبرو په مهال ووئيل چې مونږ د افغانستان سلامتيا د خپلې خاورې سلامتيا ګڼو او د افغان دولت او د افغان اولس په اتفاق سره د سولې د عمل ملاتړ د خپلې خارجه پالېسې مهم جز ګڼو. ده ووئيل چې مونږ په افغانستان كښې امن او سلامتيا لپاره د كومې هم هڅې څخه ډډه ونه كړو. صدر اشرف غني ووئيل چې اېران د افغانستان دوست او ورور هېواد دے كوم چې په هر حال كښې افغان دولت او اولس سره ولاړ دے. ده د دواړو هېوادونو ترمېنځه په ټولو څانګو كښې د شريكې مرستې په زياتولو ټينګار وكړو.