د وزیراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمی د افغانستان سفیر حضرت عمر زخیل وال سره خبري

اسلام آباد 03 اپریل(اے پی پی) د وزیراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمی وئيلي دي د سیاسی خبرو اترو د لارې پھ كومه نتيجه رسيدل د افغان شخړې غوره هوارے دے۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د افغانستان سفیر حضرت عمر زخیل وال سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ ده سره ليدلي وو۔ د خارجه وزارت د اړخه جارې شوي بیان له …

اسلام آباد 03 اپریل(اے پی پی) د وزیراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمی وئيلي دي د سیاسی خبرو اترو د لارې پھ كومه نتيجه رسيدل د افغان شخړې غوره هوارے دے۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د افغانستان سفیر حضرت عمر زخیل وال سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د ګل په ورځ ده سره ليدلي وو۔ د خارجه وزارت د اړخه جارې شوي بیان له مخې طارق فاطمی د افغانستان امن عمل په لړ كښې د پاکستان د اړخه اسانيو وركولو له جدې هلې ځلې رامخې ته كړي۔ طارق فاطمی ووئيل ترهه ګري يو شريك خطر دے د كومې ختمولو له چې د دواړه هېوادونو ترمينځه مرستې ته اړتيا ده۔ پاکستان كښې د افغانستان څخه د جماعت الاحرار او تحریك طالبان پاکستان ترهه ګرۍ اوسنو بريدونو ذکر کولو سره طارق فاطمی د ترهه ګړو په پوله د تږ راتږ مخنيوي لپاره د كوټلې سرحدی انتظام په حاجت زور راوړو۔ د افغان سفیر حضرت عمر زخیل وال په تعمیری خبرو اترو د طارق فاطمی مننه وكړه۔ ده د پاکستان او افغانستان ترمينځه شريكو چیلنجونو او خطرو مخنيوي لپاره په ګتورو ادارہ جاتی رابطو زور راوړو

مزید خبریں