د وزیراعظم محمد نواز شریف لخوا سمندر پورې پاكستانيانو ته د اسانيو وركولو هدايت د اعزاز احمد چوهدري په مشرۍ كښې نيويارك كښې مهمه غونډه

اسلام آباد ۔ 02اپریل (اے پی پی) سمندر پورې پاكستانيانو ته د زياتو اسانيو وركولو په لړ كښې د وزيراعظم محمد نواز شريف په هداياتو په رڼا كښې امريكا كښې د پاكستان سفير اعزاز احمد چوهردي په مشرۍ كښې نيويارك كښې د لاس اينجلس ٬ شكاګو او هوسټن پاكستاني قونصلر مشنز او مشرانو يوه مهمه غونډه وشوه كومه كښې چې د بېلو چارو په شمول د قونصلر سروسز، کمیونټی چارو …

اسلام آباد ۔ 02اپریل (اے پی پی) سمندر پورې پاكستانيانو ته د زياتو اسانيو وركولو په لړ كښې د وزيراعظم محمد نواز شريف په هداياتو په رڼا كښې امريكا كښې د پاكستان سفير اعزاز احمد چوهردي په مشرۍ كښې نيويارك كښې د لاس اينجلس ٬ شكاګو او هوسټن پاكستاني قونصلر مشنز او مشرانو يوه مهمه غونډه وشوه كومه كښې چې د بېلو چارو په شمول د قونصلر سروسز، کمیونټی چارو او تجارت او سرمايه كارۍ كښې زياتوالي له د پاكستانيانو د كردار جاج واخستلې شو۔ سفیر اعزاز احمد چوهدری ووئيل قونصلر سروس كښې پياوړتيا او د كميونټي اسانيو ته به تر ټولو اول پاملرنه كولې شي۔ ده ووئيل امريكا كښې پاكستاني مشنز لا ښه كولو بايد د كميونټي رايو څخه استفاده وكړي۔ ده غونډه كښې ګډون كوؤنكي د پاكستان او امريكا ترمينځھ تجارتي او معاشي اړيكو كښې زياتوالي له بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو شامل كولو خپل پلان نه هم خبر كړل۔ ده ووئيل زه به پاكستانيانو سره ملاقات كولو له د ټولې امريكې دوره كوم۔

مزید خبریں