خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د پخواني آئي جي ناصر دراني لپاره فاتحه خواني وشوه

پېښور 20 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې پخواني آئي جي ناصر دراني لپاره فاتحه خواني وكړې شوه. د نهې په ورځ د اسمبلۍ په غونډه كښې د پيپلز پارټۍ غړې نګهت اوركزئې ووئيل ناصر دراني د كورونا په وجه شهيد شوے، په پوليس اصلاحات كښې د هغه مهم كردار پاتې شوے، هغه يو ښه آفسر ؤ، هغه ته پېرزوئنې وړاندې كوو. دغسې د سپيكر په هدايت د جے يو آئي غړي لطف الرحمان د اروښاد بخښنې لپاره اجتماعي فاتحه خواني وكړه