پېښور 20 اپرېل (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ سپيكر مشتاق غني ټولو غړو ته وئيلي دي د اسمبلۍ كارروائي نېغه په نېغه خپرېږي او ټوله نړۍ ئې ګوري، د كورونا په اېس او پيز دې مكمل عمل وكړے شي. د نهې په ورځ د اسمبلۍ په غونډه كښې ده ووئيل په ګېلريز كښې ټولو افسرانو فېس ماسك اچولے خو افسوس چې مونږ نه دي . كه دلته په اېس او پيز عمل ونه كړے شي نو مونږ لپاره به غونډه چلول ګرانه شي. د اسمبلۍ ټول غړي بايد فېس ماسك اچوي