پیښور 07 اپريل (اے پي پي) د كرك په ګډي خيل سيمه كښې د پخوانۍ دښمنۍ په بنياد د دوه مخالفو ډلو ترمينځه د ډزو په تبادله كښې 5 تنه مړه شوي دي۔ د پوليسو له مخې د دوه ډلو د ډزو په تبادله كښې د دواړو خوا څلور تنه او يو لاروې مړ شوے۔ د پېښې نه پس مړي پوسټ مارټم لپاره روغتون ته منتقل كړے شوي دي۔ د پوليسو له مخې د تورنو نيولو لپاره كاروائي پېل شوې۔