پېښور 05 اپرېل(اے پی پی) پھ پېښور كښې د كووېډ-19 له امله ځپلې يو بل ډاكټر په حق رسېدلې او د دې نه پس په خېبرپښتونخوا كښې د كووېډ -19 له امله د مړو شويو ډاكترانو شمېره 51 ته رسېدلې۔ د پراونشل ډاكټرز اېسوسي اېشن له مخې ډاكټر محمد توفيق ډيټل سرجن ګرېډ 19 پوليس سروسز روغتون پیښور كښې د كورونا سره جنګ كولو سره پخپله د كورونا ښكار شو۔ ډاكټر محمد توفيق د كورونا په ضد په فرنټ لائن ډيوټي كوله. هغه د كورونا وائرس څخه ځپلې كېدو نه پس په كور كښې آئي سوليټ و۔ د ډاكټر محمد توفيق تعلق د چارسدې ضلعې د تحصيل تنګي مرزاديار كلي څخه و