بره چترال كښې د پوليو كمپائن په كاميابۍ سره روان دے

پیښور 31 مارچ (اے پي پي)د بره چترال ډپټي كمشنر شاه سعود په سپارښتنه اسسټنټ كمشنر مستوج شاه عدنان د فكسډ سنټرز٬ټرانزټ پوئنټس او پوليو ډلو دوره كړې۔په دې مهال هغه د مانيټرنګ ډورماركنګ ٬ فينګر پرينټس او مائيكرو پلان وغېره تفصيلي جاج واخستو او د پوليو وركرز كار ئې د ډاډ وړ وګرځولو۔ده د پوليو وركرز كار ستائلو سره په كار كښې د لا ښه والي په اړه هم زور راوړو