د پاكستان ورځ به جوش او جذبې سره لمانځلې شي۔ بابريوسفزئي

كوئټه 22 مارچ (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف د بلوچستان لارښود بابر يوسفزئي وئېلي دي چې د روان كال مارچ مياشتې 23مه نېټه به د پاكستان ورځې په توګه جوش او جذبې سره لمانځلې شي٬ 23م مارچ د لوظ پخلي او تجديد ورځ ده٬په دې ورځ قرارداد پاكستان منظور شو او دا يو لوظ وكړے شو چې يو آزاد هېواد ترلاسه كولو سره به د دې حفاظت او پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې وكړه۔ بابر يوسفزئي ووئيل چې پاكستان قوم نن بيا د 23م مارچ كال 1940 جذبې ته اړتيا لري۔ پاكستان يو عظيم هېواد دے او پاكستانې قوم خپل هېواد عظيم جوړولو لپاره خپلې ټولې هڅې كاروي۔ده ووئيل چې پاكستانې قوم خپلو كشميريانو وروڼو سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ هغه ووئيل كشميري اولس چې په كوم ډول د هند د تور قانون او په مقبوضه كشمير د هندي قبضې په ضد هلې ځلې كړي دي پاكستان په هغوي وياړ لري۔ بابر يوسفزئي ووئيل چې د مارچ په 23مه نېټه به په بلوچستان كښې پاكستاني او كشميري اولس سره د يووالي څرګندونې لپاره لاريون ويستلے شي