زره 451 كسانو ته وېكسين لګولې شوي دي۔ د خېبر پختونخوا د روغتيا څانګه

پشاور۔21مارچ(اے پی پی) خېبر پختونخوا كښې هېلت كيئر وركرز او مشرانو وګړو ته د كورونا وېكسينېشن كولو لړۍ روانه ده۔ د روغتيا څانګې رپورټ له مخې د تېرو دوه ورځو په مهال په مجموعي توګه 1 زر 546  مشرانو وګړو ته وېكسين وركړې شول۔ صوبه كښې تر دې دمه د 60 كلونو او دې نه د زيات عمر 10 زره 451  كسانو ته د كورونا نه د بچ كېدو وېكسين لګولې شوي دي۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال 1 زر 665 هېلت ورکرز ته د كورونا وېكسين دويم ډوز وركړے شو۔ صوبه كښې تر دې دمه 10 زره 370 هېلت ورکرز ته د كورونا وېكسين دويم ډوز وركړے شوے دے۔ تر دې دمه 28 زره 802 طبي عملې ته د وېكسين اولنے ډوز وركړے شوے دے۔