چمن۔20مارچ (اے پی پی) د قلعه عبد الله ضلعې چمن ډپټي كمشنر طارق جاوېد په وېنا د روان كال په مهال 23 مارچ د پاكستان ورځې په توګه ملي جوش او جذبې سره د لمانځلو تياريانې پېل كړې شوي دي۔ د ښار په ټولو سركاري ودانو د رڼاګانو اهتمام پېل كړے شوے دے۔ كېسكو ته هدايت شوے چې هغه دې د شپې په وختونو كښې لوډشېډنګ نه كوي۔ د لوبو په بېلو مېدانونو كښې مېلې راجوړې كړې شوي دي چرته چې د روايتي لوبو لړۍ روانه ده۔ مرکزی دستوره به په 23 مارچ صادق كركټ ګراؤنډ كښې كیږي چرته به چې سهار 9 بجې بېرغ پورته كولې شي او هم په دغه ورځ به د بېلو لوبو د پايې دستوره هم راجوړولې شي۔ دلته به د پولیس او لېویز فورس تر اهتمام لاندې په اولني ځل مارچ پاسټ كېږي۔ په دې لړ كښې اولس ته ګډون كولو سره سره په اېس او پيز د علمدرآمد هم وئيلي شوي دي