د سېنېټ چئیرمین د دوو ملازمينو لپاره د وړیا حج قرعه اندازي وکړه

  اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د سېنېټر عامر ولي الدین چشتی لخوا د سېنېټ سېكرټرېټ د ګرېډ بی پی اېس-1 څخه تر بی پی اېس-7 دوو ملازمينو ته د وېړيا حج سهولت وركولو په لړ كښې قرعه اندازۍ وكړه۔ قرعه اندازی په سېنېټر سروس سېنټر، پارلیمنټ ھاؤس، اسلام آباد كښې وشوه په كومه كښې چې سېنېټر سید مسرور احسن ٬ سېنېټر راحت جمالي …

 

اسلام آباد۔16ستمبر(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن سید یوسف رضا ګیلانی د سېنېټر عامر ولي الدین چشتی لخوا د سېنېټ سېكرټرېټ د ګرېډ بی پی اېس-1 څخه تر بی پی اېس-7 دوو ملازمينو ته د وېړيا حج سهولت وركولو په لړ كښې قرعه اندازۍ وكړه۔ قرعه اندازی په سېنېټر سروس سېنټر، پارلیمنټ ھاؤس، اسلام آباد كښې وشوه په كومه كښې چې سېنېټر سید مسرور احسن ٬ سېنېټر راحت جمالي ٬ سېنېټر عامر ولي الدین چشتي ، سېکرټري سېنېټ سید  حسنین حیدر او د سېنېټ اعلی چارواكو او ملازمينو ګډون وكړو۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن ووئيل حج د دين اسلام يو مهم ركن او عظيم عبادت دے٬ هر مسلمان د زړه له كومي د پروردګار د كور د زيارت او د حج د ادا كولو ارمان لري۔ ده په قرعه اندازۍ كښې د ټاكلے شوو دوه نېكمرغو ملازمينو او د هغوي كورنۍ له مباركي وركړه او هغوي لپاره يۍ د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع سېنېټر عامر ولی الدین چشتي د سېنېټ اېمپلائز ویلفئیر فنډ لپاره د لس لكه روپو عطيه هم وركړه۔

مزید خبریں