د رنځورانو شمېره د 70 يا 80 فيصده څخه په زياتېدو خېبر پښتونخوا كښې لاك ډاؤن كېدے شي

پېښور 18مارچ (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا حكومت په ټوله صوبه كښې د بشپړ لاك ډاؤن عنديه وركړې ۔ تفصيلات له مخي وزيراعلي محمود خان خاص مرستيال كامران بنګش ووئيل د ماركيټونو وخت په محدود كولو هم سوچ روان دے دغسې په روغتونونو كښې د رنځورانو شميره 70 يا 80 فيصده څخه په زياتيدو به بشپړ لاك ډاؤن كولې شي۔ده ووئيل د كورونا وائرس دريمه چپه زياته خطرناك ده، د كورونا وائرس شرح كه زياته شوه نو سختي پريكړې به كولې شي، د كيسونو شميره په زياتيدو لاك ډان كېدې شي۔دې نه ځانله د كورونا كيسونو خپريدو له امله صوبه كښې هم سخت بنديزونه لګولې شوي، بازارونه 8 بجې د بندولو امر شوے٬ د نړيوالي وباﺀ دريمې چپې له امله د وائرس خپريدو په وجه د پنجاب نه پس خېبر پښتونخوا كښې مردان ، نوښار ، ايبټ آباد، سوات، صوابي او مالاكنډ كښې بازار د شپي 8 بجے د بندولو پريكړه شوې،په دې لړ كښې د خېبر پښتونخوا د كورنيو چارو محكمي د اړخه يو نوټيفكيشن هم جاري شوے