محمد علي سدپارہ زمونږ قومي اتل ؤ د هغه خذمات به عمر له ياد ساتلے شي،د ګلګت بلتستان وزيراعليٰ

ګلګت 17مارچ (اے پي پي) د ګلګت بلتستان وزيراعليٰ خالد خورشيد د سکردو نوموړي غر سر كونكي محمد علي سدپارہ کور ته د تللو سره د هغه لوړو درجو لپاره دعا اوكړه او د هغه د كورنۍ سره خبرو كښې ئې ووئيل محمد علي سدپارہ زمونږ قومي اتل ؤ، د هغه خذمات به عمر له ياد ساتلے شي۔ محمد علي سدپارہ په ټوله نړۍ كښې د پاکستان نامه روښانه كړې ۔ وزيراعليٰ د محمد علي سدپارہ زوي اجد سدپارہ له د ملازمت تقررنامه او د 30 لكهه روپو چيك هم وركړو