كوئټه 16 مارچ (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلٰی جام كمال خان سره د بلوچستان آئي جي محمد طاهر رائے ملاقات كړے . د ملاقات په مهال د صوبې په امن او امان خبرې شوي. د بلوچستان پوليس مشر وزيراعلٰی ته د پوليس په نظام كښې لا بهترې لپاره د شوو اقداماتو په لړ كښې بريفنګ وركړو. د بلوچستان وزيراعلٰی د صوبې امن او امان لا ښه كولو لپاره هدايات وركړل. ده ووئيل د اولس د ځان او مال تحفظ د پوليس بنيادي ذمه واري او وړومبے فرض دے. ده ووئيل د امن او امان په بحالې كښې د پوليس مهم كردار دے. ده سپارښتنه وكړه د پوليس وظيفه اي صلاحيتونه لا مستحكمولو لپاره دې اقدامات وكړے شي او په تاڼو كښې د خلقو ستونزې حل كولو لپاره دې په فعاله توګه كار وشي.