پاك افغان پوله د كنډه تار لګولو په اړه 5مه غونډه

چمن 15مارچ (اے پي پي) د كورنيو چارو صوبائي وزير مير ضياء اللہ لانګو په مشرۍ كښې په پاك افغان پوله د كنډه تار لګولو په اړه 5مه غونډه قلعه عبداللہ چمن كښې د اعلي چارواكو په موجودګۍ كښې وشوه۔په غونډه كښې په پوله د منډه تار لګولو ، تيرو غونډو كښې شوي پريكړو د پيشرفت جاج واخستلې شو۔ د چمن ډپټي كمشنر ٬ د چمن كمانډنټ اسكاؤټس په پاك افغان پوله د كنډه تار لګولو په منصوبه عمل درآمد صورتحال تفصيلي رپورټ وړاندي كړو۔په غونډه كښې ايډيشنل چيف سيكرټري حافظ عبدالباسط، كمانډر سدرن كمانډ څخه برګيډيئر واجد، كمانډنټ چمن اسكاؤټس كرنل راشد، ډپټي كمشنر قلعه عبداللہ جاويد مينګل او صوبائي محكمو انتظامي او اړوند ډويژنل انتظاميې نه علاوه نورو صوبائي ادارو عسكري او اعليٰ چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې ګډون كونكو په ياده شوي منصوبه عملدرآمد لپاره په بيل آپشنز، تر اوسه شوي پيش رفت او نور بيل اړخونو تفصيلي بريفنګ هم وركړو