كوئټه 12 مارچ(اے پی پی) د بلوچستان ګورنر امان الله خان ياسين زئي د صادق سنجراني ته يو ځل بيا د سېنېټ چيئرمېن په ټاكنه مباركي وركړې۔په خپل يو بيان كښې د بلوچستان ګورنر د ده نورو كاميابو لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ده ووئيل هيله ده د سېنېټ نوي ټاكلې شوې چيئرمېن به پھ هېواد كښې د جمهوري ادارو او د پاكستان د آئين بالادستۍ لپاره شعوري هڅې وكړي