سدرن پنجاب انټرنېشنل سكواش ټورنامنټ به (سبا) پيل كيږي

اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي) بي آئي اېس ايل فور سدرن پنجاب انټرنېشنل سكواش ټورنامنټ به (سبا) د زيارت په ورځ ملتان كښې پيل كيږي۔د پاكستان سكواش فيډرېشن سيكرټري جنرل ګروپ كيپټن طاهر سلطان ووئيل د ټورنامنټ تيارۍ پيل شوي۔ ټورنامنټ كښې به د ټول هېواد څخه سړي او ميرمنې برخه اخلي۔ ټورنامنټ كښې 10 زره ډالره انعام اېښودلے شوے۔ ټورنامنټ به تر 15 فروري دوام لري۔ د ټورنامنټ په آخر به كاميابي ترلاسه كوونكو لوبغاړو له انعامات وركولې شي