اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي)د بشري حقونو وفاقي وزيري ډاكټر شيريں مزاري د پاكستان كركټ ډلې له د جنوبي افريقې په ضد ټيسټ سيريز كښې په كاميابۍ مباركي وركولو سره وئيلي دي پاكستان كركټ ډلې 18 كاله پس د جنوبي افريقې په ضد ټيسټ سيريز كښې كاميابي ترلاسه كړې۔د نهې په ورځ خپل يو ټويټ كښې دې ووئيل دا كاميابي ځكه مهمه ده چې هېواد ته انټرنېشنل كركټ بيرته راغلے۔دې ووئيل بايد مونږ دا هير نه كړو چې قام د يو مشكل مزل نه پس دې منزل ته رارسيدلے دے۔