د پاکستان نېټ بال فېډرېشن په ټول هېواد كښې د ميرمنو ورځې په موقع د ميرمنو نیټ بال سيالۍ په 8 مارچ کولو اعلان

اسلام آباد 08 فروری (اے پی پی) د پاکستان نېټ بال فېډرېشن په ټول هېواد كښې د ميرمنو ورځ په موقع د مېرمنو نېټ بال سيالۍ په 8 مارچ کولو اعلان كړے دے۔ تيره ورځ د پاکستان نېټ بال فېډرېشن صدر مدثر آرائیں ووئيل د پاکستان نېټ بال فېډرېشن د تېرو كلونو په شان دا ځل به هم د ميرمنو ورځ په موقع د ميرمنو سيالۍ كوي په دې لړ كښې د پاکستان نېټ بال فېډرېشن ټول اړوند اېسوسی ایشیز او ادارو ته سپارښتنه شوي ده۔ ده ووئيل اسلام آباد،کراچۍ، لاهور، پېښور ، کوئټې پشمول نورو ښارونو كښې به هم سيالۍ كولې شي