كينبرا 08 فروري (اے پي پي) د آسټريليا كركټ (سي اے) اعلاميے له مخې آسټريليا كركټ ډله به د روانې مياشتې په مهال نيوزي لينډ ته ځي۔د آسټريليا ډله به د خپلې دورې په مهال د كوربه ډلې په ضد 5 ټي ټوټي نړيوال ميچونو سيريز كوي۔ د دواړه ډلو ترمينځه 5 ټي ټونټي ميچونو سيريز وړومبې ميچ به په 22 فروري كرائسټ چرچ كښې كيږي، دويم ميچ به په 25 فروري ډونيډن كښې كيږي، دريم ټي ټونټي ميچ به په 03 مارچ ويلنګټن كښې كيږي ٬ څلورم به په 05 مارچ آكلينډ كښې كيږي دغسې 5م او آخري ميچ به په 7مارچ مائونټ مانګنوئي كښې كيږي۔ د آسټريليا ډلې مشر به آرون فنچ كوي