ملګرو ملتونو په لېبيا كښې د نوې عبوري حكومت اعلان وكړو

ملګري ملتونه 06 فروري (اے پي پي) لېبيا لپاره د ملګرو ملتونو لنډ مهاله استازي اسيټيفاني وليمز د نوي عبوري حكومت جوړولو اعلان كړے۔ محمد يونس المنفي د درې كسيزه صدارتي كونسل مشري كوي او عبدالحميد دبيبه به د لېبيا نوې وزيراعظم وي۔ د عبوري حكومت مقصد د روان كال پھ آخر كښې د قامي ټاكنو د لارې د هېواد څو لسيزو څخه روان اړي ګړي٬تشدد او اختلافي معاملې حل كول دي۔ په لېبيا كښې د نوي حكومت پھ كانديدانو كښې څلور ډلې پھ مېدان كښې وې۔ پھ دې كښې درېمې ډلې ته د دوهم پړاؤ په ووټنګ كښې زياتې رائے ترلاسه شوې۔ په 74 كښې 39 رائے درېمې ډلې په برخه كښې راغلې۔ دې سره د صدر او وزيراعظم ټاكنه په عمل كښې راغلې۔ لېبيا لپاره د ملګرو ملتونو لنډ مهاله استازي وئېلي دي چې نړيواله ورورولي به د انتخابي نتيجو ملاتړ كوي او په منتخب تن به نظر ساتي۔ ده ووئيل چې د لېبيا نوي عبوري حكومت ته به د پارليمان څخه په 21 ورځو كښې دننه د باور رائې ترلاسه كول وي