د تركيې لخوا د تيار كړی شوي د اوږدې فاصلې وېشتونكې”اتماجه”مېزائل كاميابه تجربه وشوه

انقره 06 فروري  (اے پي پي)د تركيې لخوا د “اتماجه”مېزائل كاميابه تجربه شوې۔ د تركيې ذريعو له مخې په انقره كښې مېډيا سره په خبرو كښې اېډميرل اوزبال ووئيل چې په سنوپ ضلع كښې په ځايي توګه د تيار كړی شوې د اوږدې فاصلې ويشتونكې”اتماجه”مېزائل كاميابه تجربه شوې۔ د مېزائل تجربې په مهال د تركيې بحريه كمانډر اېډميرل عدنان اوزبال او ګورنر ايرول وقاراعمراولو هم موجود وو۔ ده ووئيل چې په ځايي توګه تيار كړی شوې دا مېزائل به دوست هېوادونو لپاره زمونږ د اعتماد او دښمنانو لپاره د ويرې پروانه جوړه شي