انقره 05 فروري (اے پي پي)د تركيې خارجه چارو وياند حامي اكسوئے وئېلي دي چې د امريكې او روسيې ترمينځه نيو اسټارټ په لوظ نامه كښې د پنځو كلونو د پراختيا پريكړه خوشبينه ده او مونږ د دې ملاتړ كوو۔ د تركيې مېډيا له مخې د تركيې د خارجه چارو وياند د امريكې او روس ترمينځه نيو اسټارټ لوظ نامې په اړه ووئيل چې د تخفيف اتومي وسلې دا لوظ نامه به د دواړو هېوادونو ترمينځه د ستراتېژېكي استحكام نړيوال توازن پھ ځاي ساتلو كښې مرستياله ثابته شي او مونږ هيله لرو چې دا مهمه پريكړه وسله په كنټرول كښې ساتلو او د نړيوالې سلامتيا پھ ضد د ممكنه خطراتو په مخ نيوي كښې مرسته كوونكې ثابته شي