په امريكا كښې پوځي چورلكه رالوېدو سره تباه شوې

واشنګټن 05 فروري (اے پي پي) پھ امريكا كښې پوځي چورلكه رالوېدو سره تباه شوې چې له امله يې په دې كښې ناست 3 پائېلوټان مړه شوي دي۔ د چارواكو له مخې چورلكه په تربيتي پرواز وه او په اېډاهو رياست كښې رالوېدو سره تباه شوې۔ د ځايې چارواكو وېنا ده چې د بليك هاك ډول دا چورلكه د رياست لكي پيك سره نزدې راپريوتې۔ د مرستې ډلو د پېښې ځاې لټولې او د دې خبرې تصديق ئې كړی چې پھ چورلكه كښې درې ناست پائېلوټان مړه شوي۔ پوځي چارواكو د چورلكې تكنيكي خرابۍ په اړه د وېنا څخه ډډه وكړه خو دا يې ووئيل چې د پیښې د وجوهاتو پته لګولو هڅه كوو