سانتياګو 04 فروري(اے پي پي) د چلي واكدارانو په ګرد هېواد كښې د كرونا وكسينېشن كمپائن پېل كړو۔ د چين ميديا له مخي چلي واكدارانو ګرد هېواد كښې وېكسينېشن لپاره 1400 نه زيات مركزونه جوړ كړې دي چرته چې به د 90 كالو نه د زيات عمر وګړو ته واكسين وركولې شي۔ د چلي صدرسيباسټين پنيرا وئيلي دي چې د تېرو 11 مياشتو راهسې وبائي رنځ سره مخ پاتې كېدو نه پس اوس خپل مينه وال د دې رنځ نه بچ كولو لپاره په لويه كچه د ويکسينيشن كمپائن پېل كړې شوې دې۔ د صحت وزارت لخوا د جاري شمېرو له مخې په چلي كښې د كرونا ځپليو مجموعي شمېره 7 لکه 36 زره 645 نه زياته شوې ده او په مجموعي توګه 18 زره 576 كسان مړه شوې دي۔ د صحت وزارت زياته كړې چې وبائي رنځ كرونا ته 6 لكه 94 زره 960 كسانو ماتې وركولو سره صحت مند شوې هم دي۔ دا يادونې وړ ده چې دا واكسين د چين نه اخستې شوې دي