کوېت سټي 04 فروري(اے پي پي) د کوېت کابينې بهر څخه د راتلونكو كسانو تر يوې اوونۍ په هوټل كښې په قرنطينه كښې د پاتې كېدو او د 7مې فرورۍ نه تر دوه اوونيو هېواد ته د غېر ملكيانو په راتګ د بندېز لګولو پرېكړه كړې ۔ د سعودي د خپرونو ادارې له مخې د كوېت كابينې وئيلي دي د كوېت وګړو ته په عامو حالاتو كښې د سفر اجازه وي۔ كابينې په هېواد كښې سپورټس كلب او سېلون هم د بندولو پرېكړه كړې او په دې به عملدرامد په راتلونكې اوونۍ كښې كېږي