کابل 04 فروري (اے پي پي) د افغانستان په باميان ولايت كښې د كلتوري انسټيوټ بابا او د امريكې د امن ادارې په مرسته يوې اوونۍ لپاره د موبائل كتاب مېلې تابيا شوې ۔ د افغان ميډيا له مخې د موبائل كتاب مېلې وياند نور عزيزي ووئيل په باميان ولايت كښې د كتاب مېلې مقصد په سيمه كښې امن او لوستې ته وده وركول دي۔ ده ووئيل د ولايت په نورو سيمو كښې به هم د موبائل كتاب مېلې تابيا كولې شي دغسې چې خلق كتب بينۍ پلو راغب كړې شي۔ ده ووئيل په موبائل كتاب مېله كښې په 400 سرخطونو مشتمل 1500 كتابونه وړاندې كړې شوي او د مېلې په پائې به هر كلي ته سل كتابونه ډالۍ كولې شي دغسې چې دوي خپله سيمه كښې په كتابتون كښې دې كتاب ته رسنه ولري