د وزيراعظم محمد نواز شريف قيادت او وژن په سوب ګوادر د نړۍ سره تړلې شوې

اسلام آباد 16 مارچ (اے پی پی) د سرحدي چارو وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ وئېلي دي د وزيراعظم محمد نواز شريف قيادت او وژن په سوب ګوادر نړۍ سره تړلې شوې٬د پاك چين اقتصادي راهدارۍ له امله ګوادر او بلوچستان كښې نوې دور پیل شوې٬په تېر وخت كښې د ګوادر او بلوچستان وګړي نظرانداز كړی شوي چې ورسره مايوسي پیدا شوې او دا تاثر پیدا شوې چې حكمرانان د بلوچستان …

اسلام آباد 16 مارچ (اے پی پی) د سرحدي چارو وفاقي وزير عبدالقادر بلوچ وئېلي دي د وزيراعظم محمد نواز شريف قيادت او وژن په سوب ګوادر نړۍ سره تړلې شوې٬د پاك چين اقتصادي راهدارۍ له امله ګوادر او بلوچستان كښې نوې دور پیل شوې٬په تېر وخت كښې د ګوادر او بلوچستان وګړي نظرانداز كړی شوي چې ورسره مايوسي پیدا شوې او دا تاثر پیدا شوې چې حكمرانان د بلوچستان مسئلو ته پام لرنه نه كوي ۔وزيراعظم نواز شريف ط اقتدار تر لاسه كولو څخه وروستو د بلوچستان مسئلو ته پام لرنه كړې چې ورسره د اولس منفي تاثر زائل شوې او مايوسي په اميد بدله شوې۔ده دا خبرې د زيارت په ورځ په ګوادر كښې اولسي غونډې ته خپل خطاب كښې وكړی۔وفاقي وزير ووئيل د ګوادر او مكران پشمول د ټول بلوچستان اولس د نواز شريف سره داسې مينه لري لكه څنګه چې نورې صوبې ۔په ګوادر كښې د پاكستان مسلم ليګ(ن)په جلسه كښې د ګڼ شمېر وګړو ګډون دا خبره په ګوته كوي چې د بلوچستان اولس د وزيراعظم سره ډېره مينه لري۔وفاقي وزير ووئيل د سي پیك ذكر د ګوادر نه غېر نامكمله دے دغسې په ګوادر كښې د مينځنۍ طبقې وګړي مېشته دي د كومو روزګار چې د ماهيانو نيولو څانګو سره دے۔ده ووئيل د تربت څخه د مسلم ليګ(ن)كانديد پھ ټاكنو كښې درې وارې كاميابي د دې خبرې دليل دے چې وزيراعظم سره ځاې اولس مينه لري او د وزيراعظم وژن څخه مطمئن دي۔))

مزید خبریں