ميكسيكو سټي 04 فروري (اے پي پي) ميكسيكو كښې د كورونا وائرس وبا له امله تر اوسه يو لكه 61 زره څخه زيات كسان مړه شوي دغسې هېواد كښې د وائرس له امله د ځپلو كسانو شميره 18 لكهه 86 زره څخه زياته شوې ،اروپائي هېواد سپين كښې د وائرس له امله د مړو شميره 60 لكهه څخه زياته شوې ۔ د زيارت په ورځ د امريكې ميډيا له مخې ميكسيكو كښې د كورونا وائرس اوس هم تندۍ سره خپريږي۔ چارواكو له مخې هېواد كښې د وائرس له امله د مړو شميره 161240 ده دغسې د وائرس له امله د رنځورانو مجموعي شميره 1886245 ته رسيدلې او د فعاله ځپليو شميره 274768 ده۔ ميكسيكو كښې د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي 1450237څخه زيات كسان ښه شوي۔بلخوا سپين كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شميره 60 زره څخه زياته شوې۔ سپين د روغتيا وزارت چارواكو ووئيل د تيرو 24 ساعتو په مهال هېواد كښې 565 رنځوران كورونا وائرس له امله مړه شوي دغسې د دې وبا له امله د مړو شميره 60370 ته رسيدلې ده