واشنګټن 04 فروري (اے پي پي) د امريكې صدر جو بائيډن نواجو نېشن لپاره د كووېډ-19ډيزاسټر اعلاميه لاس ليك كړې۔ د وائټ هائوس له مخې د دې اعلان ترمخه كد ووېډ۔19 په ضد روان جنګ كښې د دې سيمې چرته چې پخواني ځائي قبائل آباد دي هغوي لپاره مرسته زياته كړې شوې۔ وائټ هائوس د اړخه جاري بيان كښې وئيلي شوي د كووېډ -19 له امله د ځپلې شوي نواجو نېشن ټولو قبائلو لپاره د هنګامي حفاظتي اقدامات پشمول نيغ په نيغه مالي اعانت وركړے شوے۔دا خبره دې ياده وي نواجو نېشن كښې د كورونا وائرس له امله د مړو شرح تر ټولو زياته ده