افغانستان كښې د امنيتي ځواكونو او عسكريت خوښو ترمينځه نښته، 8 عسكريت خوښي مړه ،4 امنيتي اهلكارو پشمول 11 ژوبل

كابل 03 فروري (اے پي پي) د افغانستان په شمالي لويديځ بادغېس ولايت كښې د امنيتي ځواكونو او عسكريت خوښو ترمينځه د نښتې په نتيجه كښې 8 عسكريت خوښې مړه او د امنيتي ځواكونو 4 اهلكارو پشمول 11 كسان ژوبل شوي دي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د ولايت د پوليسو مشر فدا محمد پير زاده ووئيل دا نښته د عسكريت خوښو د اړخه په بادغېس ولايت كښې په امنيتي پوسته د بريد نه پس پيل شوې۔ ده ووئيل تر څو ساعته روانه دې نښته كښې عسكريت خوښو د خپلو ملګرو 8 مړي پرېښودلو سره تښتيدلې دي دغسې په دې بريد كښې د 7 عسكريت خوښو پشمول د امنيتي ځواكونو 4 اهلكار هم ژوبل شوي