لندن۔3فروری(اے پی پی) برطانیه كښې هېلت ورکرز لپاره 33 ملین پاؤنډ جمع كوؤنكے سر ټام مور د كورونا د لاسه مړ شو۔ د برطانوي خبر رسنې ادارې له مخې د كورونا وائرس ختمولو له د فنډ جمع كوؤنكے او په دويم عظيم جنګ كښې برخه اخستونكے كېپټن ټام مور لندن كښې د كورونا وائرس او نمونيا د لاسه مړ شوے۔ د ده عمر سل كاله وو۔ د ده په مرګ به برطانوي ملي بېرغ ټيټ وي۔ د برطانيې ملكې ٬ وزيراعظم بورس جانس او نورو لارښود ده ته په خذمات ترسره كولو د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې دي